زیلینسکي: اوکراین نورو وسلو ته اړتیا لري

د عکس ښي لور ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په بروکسل کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال لیدل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي نن په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره وکتل.

زیلینسکي وویل چې اوکراین د ملکیانو د خوندیتوب، د خپلو تاسیساتو د ساتنې او د خوراکي موادو د صادراتو لپاره نورو وسلو ته اړتیا لري.

د ناټو سرمنشي بیا وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا غواړي چې له ژمي د وسلې په توګه استفاده وکړي او د اوکراین د انرژي تاسیسات په نښه کړي.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې د دې تاسیساتو د حفاظت لپاره هڅو ته ضرورت شته.

بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه ده او د ناټو-اوکراین د نوي شورا ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د بریتانیا په مشرۍ یو شمېر هېوادونو اعلان کړی چې له اوکراین سره د څه باندې یوسل او دوه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کوي چې په کې به د ماین پاکولو تجهیزات هم وي.