منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ پوتین او اردوغان یې پر پای ته رسولو خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي.

کریملین وايي چې د رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین د پرونیو خبرو تمرکز په منځني ختیځ کې پر سمدستي اوربند او د خبرو پر بیا پیل و.

د ترکیې جمهوري ریاست وايي، دواړو مشرانو د زیاتېدونکي کړکېچ د مخنیوي او سیمې ته د بشري مرستو د رسولو د تدابیرو په اړه خبرې وکړې.

کریملین په یوه بیان کې د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتېدو خپګان څرګند کړی او په عین حال کې یې ویلي دي چې روان کړکېچ یوازې د فلسطین او اسراییلو د دوو دولتونو د پلان پر بنسټ حل کېدای شي.