د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ځینو مسایلو په تړاو د خبرو لپاره چین ته ځي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر غواړي راروانه اوونۍ چین ته سفر وکړي او هلته پر بېلابېلو مسایلو له چینايي چارواکو سره وغږېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پرون سې شنبه وویل چې ولسمشر ولادمیر پوتین هم په نږدې راتلونکي کې چین ته د خپل سفر په چمتووالي بوخت دی.

زخارووا ویلي، چې لاوروف به له راروانې دوشنبې تر چهارشنبې د اکټوبر له ۱۶مې تر ۱۸مې د یوه کمربند، یوې لارې په فورم کې برخه واخلي.

د هغې په وینا لاوروف به د دې سفر پر مهال له خپل چینايي سیال وانګ يي سره هم پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.