د ایران په پلازمېنه تهران کې د شریف د ټکنالوژۍ پوهنتون محصلانو پرون وروسته له هغه اعتراض وکړ چې چارواکو د پوهنتون په کتابتون کې د نجونو او هلکانو ځایونه جلا کړل.
د شریف پوهنتون ټینګرام چینل چې د دې پوهنتون جریانات تعقیبوي، پرون خبر ورکړ چې د انرژۍ پوهنځي هلکانو او نجونو د مطالعې سالونونه سره جلا کړل چې محصلینو یې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دې پوهنتون د دې اقداماتو دقیقه نېټه نه ده ښودلې او دا یې هم نه دي ویلي چې د چارواکو غبرګون څه و.
نوموړي چینل د محصلانو عکسونه په داسې حال کې خپاره کړي چې د انرژۍ پوهنځي د کتابتون په سالون کې یې د اعتراض په دود پرلت وهلی.
د ایران په پوهنتونونو کې د جنسیت په اساس د محصلانو بیلتون یوه دوامداره لانجمنه موضوع پاتې شوې.