د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې د نسیم راډيو خبریالان خوشې کړي

د نسيم راډيو يو سټډیو او يو نیول شوی خبریال

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې CPJ د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې د نسیم راډیو درې تنه ژورنالیستان سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو له ځورونو لاس واخلي.

CPJ بېګا په یوه بیان کې وویل، چې د طالبانو استخباراتي فعالانو د نسیم راډیو مشر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د شنبې په ورځ د دایکنډي په مرکز نیلي کې د جوادي په کور کې ونیول او نامعلوم ځای ته بوتلل.

CPJوايي د لسو ورځو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې نوموړي خبریالان نیول کېږي.

د راپورونو له مخې،‌ طالبانو د سپټمبر په ۲۷مه هم د نسیم راډیو پر دفتر چاپه ووهله، نشرات یې وربند کړل، دفتر یې بند کړ او دا درې خبریالان یې ونیول.

طالبانو په افغانستان کې په خپله څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې څو خبریالان ونیول چې یوشمېر یې له څه مودې وروسته خوشي شول، خو د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون یو شمېر نور لا هم په بند کې دي.