د حماس د برید غبرګون؛ اسراییلو غزې ته د خوراکي او نورو لومړنيو توکيو واردول منع کړي

د غزې یوه تازه جګړه ځپلې څنډه

اسراییلو د حماس لخوا د خونړي برید په غچ کې د غزې په تړانګه کې هوايي بریدونه زیات کړل او د خوراکي توکيو، تیلو او نورو اکمالاتو مخه یې ونیوله.

تر پرونه په جګړه کې دواړو غاړو ته د وژل شویو شمیر نږدې ۱۶۰۰ کسانو ته ورسید.

د حماس پوځي څانګې هم ګواښ کړی، چې که اسراییل له خبرداري پرته پر ملکیانو بمباري ته دوام ورکړي، یو- یو یرغمل شوی اسراییلی به ووژني.

حماس ادعا کړې، چې تر ۱۳۰ اسرایلیان پوځیان او ملکیان یې یرغمل نیولي.

د شنبې په ورځ حماس د اسراییلو په لور زرګونه توغندي وتوغول او تر څنګ یې وسله وال د اسراییل سرحدي ښارګوټو ته په ورننوتو نښتې کړي او یو شمېر خلک یې له ځانه سره غزې ته یرغمل راوستي.

د دې بریدونو په غبرګون له درېیو ورځو راهیسې د اسراییل پوځ پر غزې تړانګې بمبارۍ کوي.

اسراییلو همدارنګه خپل درې لکه ذخیره یا احتیاطي عسکر خدمت ته وربللي.