اسراییل: د غزې ډېرې هغه سیمې مو بیا نیولي، چې حماس برید پرې کړی و

یو شمېر اسراییلي پوځیان

اسراییل وایي، د غزې تړانګې ته څیرمه د خپلو هغو سیمو پرډیرې برخې یې کنټرول بیرته ټینګ کړی چې د حماس وسله والو پرې برید کړی و.

دا په لسیزو کې د یهودي دولت په وړاندې ترټولو خونړی برید دی.

په دغه برید او له هغې وروسته شخړو کې دواړو لورو ته د په سلګونو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر نن دوشنبې پورې د اسراییل لور ته د لږترلږه اوه سوه کسانو او غزه کې هم د له پنځه سوو څخه د زیاتو کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په عین حال کې حماس ادعا کړې، چې له ۱۳۰ زیات اسراییلیان یې برمته کړي دي.

په غزه کې روغتیایي چارواکو نن وویل، چې په غزه کې د اسراییل د هوایي بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمیر۵۶۰ ته رسیدلی.

ګرانه ده، چې دغه شمېرپه خپلواکه توګه تایید شي.

اسراییل په ۲۰۰۵ کال له غزې خپل پوځیان او سیمه کې میشت اسراییلیان وایستل.

وروسته په ۲۰۰۷ کال سخت دریځې حماس ډلې له خپلې سیالې د فلسطینیانو له سیاسي ډلې فتح سره د لنډې جګړې په ترڅ کې دا سیمه ترخپل کنټرول لاندې راوسته.

د اسراییل، متحدو ایالتونو، اروپایي ټولنې او بریتانیا په ګډون یوشمیرهیوادونه حماس ترهګره ډله بولي.