رومانیا: په څلورو الوتکو کې مو خپل ۲۴۵ اتباع له اسراییلو وویستل

د اسراییلو تازه وضعیت، چې د حماس ډلې له بریدونو سرچینه اخلي

د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، چې له اسراییل څخه په څلورو الوتکو کې د زیارت کوونکو دوو ډلو په ګډون ۲۴۵ رومانیایي اتباع ایستلي دي.

دوه الوتکې د رومانیا په تاروم ملي شرکت پورې تړلې او دوه یې په خصوصي توګه فعالیت مخ ته وړي.

د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې لومینیته اودوبیسکو Luminita Odobescu وویل، چې په تیرو دوو ورځو کې اته سوه رومانیایان له اسراییل وتلي او د اټکل له مخې همدومره نور هلته پاتې دي.

نن د ورځې په پیل کې هنګري هم اعلان وکړچې تیره شپه یې خپل ۲۱۵ اتباع د هوا له لارې په دوو الوتکو کې له اسراییل څخه ایستلي دي.

هیوادونه له اسراییل څخه خپل اتباع وروسته له هغې باسي، چې د شنبې په ورځ سختدریځو فلسطیني ډلو له غزې پراسراییل برید وکړ.

په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ شخړې روانې دي.