اسراییلو پر غزې شاوخوا ۱۰۰۰ بریدونه کړي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

اسراییل نن دوشنبه هم د حماس وسله والو د پوځي او حکومتي وړتیاود له منځه وړلو لپاره پر غزې خپلې بمبارۍ شدیدې کړي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي، په غزه کې یې د حماس پر سخت دریځو شاوخوا زر بریدونه کړي دي.

بل لورته د اسراییل په جنوب کې د دغه هېواد پوځ له خپلې خاورې د حماس وسله والو د ایستلو لپاره په جګړه بوخت دي.

د راپورونو له مخې پر اسراییل د حماس د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي، د وژل شویو دا شمېر تېرو څو لسیزو کې ساری نه لري.

بل لورته د اسراییل په غچ اخیستونکو بمباریو کې شاوخوا څلور سوه فلسطینیان هم وژل شوي دي.

حماس ډلې ادعا کړې چې شاوخوا ۱۳۰ اسراییلي اسیران هم ورسره دي.