په اسراییل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۱۰۰ اوښتی

په غزه کې د اسراییلو له لوري د ویشتل شوې ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي.

په اسراییل او غزه کې د وژل شویو خلکو شمېر تر یکشنبې ناوخته له ۱۱۰۰ اوښتی دی.

خبري اژانسونو له هغې ډلې اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په غزې تړانګه کې د اسراییلو د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي.

همداراز په اسراییلو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر پرون ناوخته له اوه سوه اوښتی دی.

زرګونه کسان دواړو خواو ته ټپیان شوي هم دي.

پرون د دویمې ورځې په مخه په غزې تړانګه باندې د اسراییلو بمبارۍ روانې وې.

اخوا امریکا متحده ایالتونو له اسراییلي ځواکونو سره د مهماتو او تجهیزاتو د مرستې تر څنګ ویلي چې خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته استوي.