د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونو خپل قونسلي خدمات ځنډولي دي.
دې وزارت نن پر خپله ایکس شبکه یوه اعلامیه خپره کړې او په کې ویلي یې دي چې سر له نن ( د اکتوبر له ۸ مې) په دغو سفارتونو کې د پاسپورنو تمدید، د ویزو صدور، د وثایقو او نورو اسنادو تایید د نه شفافیت او د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له کبله تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه دي.
له دې مخکې د هسپانیا او هالند په ګډون په یو شمېر لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل خبره کړې وه.