د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا نی وايي، چې طالبانو پرون شنبه په دايکنډي کې یو وار بیا د نيسم راډيو مسوول سلطان علي جوادي او دوه نور خبریالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي نيولي دي.
نی په یوه اعلامیه کې ويلي، دغه درې کسان د تلې یا میزان پر ۵مه د نسیم راډیو پر دفتر د چاپې اچولو او د دې راډیو د خپرونو بندولو پر مهال هم د طالبانو د استخباراتو له خوا د څو ساعتونو لپاره نیول شوي وو.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دې محلي راډیو د درېیو کارکووکو د بیانیولو او د راډیو د خپرونو بندولو دلیل روښانه نه دی. طالبانو په دې باب څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د رسنیو په لسګونو کارکوونکي او فعالان نیول شوي دي.
افغان الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي او د تعلیم فعال مطیع اله ویسا، دغه راز لیکوال او د پوهنتون استاد رسول پارسي، د ښځو د حقونو فعالانې ندا پرواني، ژولیا پارسي او ځینې نور فعالان لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.