د هرات د زلزلې د مړو شمېر له دېرشو او د ټپیانو شاوخوا ۶۰۰ تنو ته رسیدلی

یوه زلزله ځپلې سیمه

په هرات کې د نننۍ زلزلې له امله د مړو شمېر دېرشو تنو ته پور شوی دی.

دا خبره په هرات کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د ادارې رییس موسی عشقري ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چې لږ تر لږه ۶۰۰ کسان ټپیان شوي او تر اوسه پورې ۱۲ کلي وران شوي دي.

عشقري اندېښنه وښوده چې ممکن تلفات تر دې هم لوړ ولاړ شي.

اخوا په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثاراحمدالیاس بیا ویلي، چې ممکن تر سلو ډېر کسان مړه شوي وي.

هغه بیا ویلي، چې پنځه سوه ټپیان تر دې دمه روغتون ته وړل شوي او ګڼ نور لا تر خاورو لاندې ایسار پاتې دي.

په هرات کې نن تر غرمې مخکې زوروره زلزله وشوه، چې ګڼو شاوخوا سیمو کې یې هم ټکانونه حس شوي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي په لویدیځ کې سیمه ییزې مرستندویې ادارې له زیانمنو سره بیړنۍ مرستې کوي.