اسراییلي رسنۍ: د حماس بریدونو کې تر سلو اسراییلیان مړه او نږدې ۹۰۰ تنه ټپیان دي

د تازه بریدونو یوه سیمه

اسراییلي رسنیو د شنبې په ورځ د طبي سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د غزې له تړانګې څخه د پراخو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اسراییلیان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې ۱۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین وسله وال سازمان حماس د شنبې په ورځ په اسراییلو باندې ۲۲۰۰ توغندي توغولي دي.

د پوځ په وینا، وسله وال فلسطینیان هم د ځمکې، سمندر او هوا له لارې اسراییلو په لور ورغلي.

دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې شمیره په ډېرېدو ده.