برېتانیا کاسوو ته ۲۰۰ سرتېري واستول

استول شوي برېتانوي پوځیان

د ناټو او برېتانیا د دفاع وزارت د راپور له مخې، د برېتانیا دوه سوه سرتېري پرون ناوخته کاسوو ته ورسیدل.

دوی به له هغو څلور سوه برېتانیایي عسکرو سره یوځای شي، چې کاسوو ته د ناټو د کلني تمریناتو په هدف استول شوې دي.

برېتانیایي پوځیان په داسې وخت کې کاسوو ته رسیدلې دي، چې هلته د سربیانو او د کاسوو د پولیسو ترمنځ د کاسوو په شمال کې کړکیچ اوج ته رسیدلی دی.

د تیرې میاشتې په وروستیو کې سربیانو هلته پر پولیسو حمله وکړه.

جرمني پرون وویل، چې دوی به هم یوسل او پنځه پنځوس سرتېرې د راتلونکي کال په اپریل کې کاسوو ته ولیږي.