د افغانستان په لویدیځ کې زلزله شوې ده

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت - ارشیف

د امریکا د جیولوجي سروې ادارې اعلان وکړ، چې د افغانستان په لویدیځ کې نن د ورځې د یولسو بجو خواته د شپږ اعشاریه دوه ریښتر په کچه زلزله وشوه.

په راپور کې راغلي دي، چې له لومړۍ زورورې زلزلې وروسته د پنځه اعشاریه پنځه ریښتر په کچه نور ټکانونه احساس شول.

د فرانس پریس اژانس د خبر له مخې، دا زلزله د هرات له ښاره څلویښت کیلومتره لرې شمال لویدیځ لور ته وشوه.

په دې ترڅ کې په هرات کې د سرې میاشتې یوه استازي عزیز احمد متین خبریالانو ته وویل، چې څلور ځله زلزله وشوه.

نوموړي زیاته کړه چې د نورو اطلاعاتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

پروسږکال په پکتیکا او خوست کې د جون په میاشت کې د زلزلې له امله تر زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.