په ایران کې بندي نوبل ګټونکې؛ دغه جایزه به مې له ظلم سره د مبارزې هوډ پياوړی کړي

د نوبل د سولې جایزې سږنۍ ګټونکې، مېرمن نرګس محمدي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي وایي، دا جایزه به د دې هوډ پیاوړي کړی چې له ظلم سره مبارزه وکړي.

میرمن محمدي په ایران کې زنداني ده.

دې په یوه بیان کې چې په نیویارک ټایمز ورځپانې کې خپور شوی ویلي دي، کله به هم د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره له مبارزې لاس وانخلي.

دې د ایران ښځې زړه ورې وبللې او ویې ویل، چې له ښځو سره ظلم او زیاتی د جنسیت پر بنسټ په ایران کې روان دی.

له میرمن محمدي سره د سولې د نوبل جایزې ته د افغان ښځو فعاله محبوبه سراج نومانده شوې وه، خو پرون د نوبل د سولې د جایزې کمیټې اعلان وکړ، چې د سږ کال د نوبل د سولې جایزه ایرانۍ نرګس محمدي ته ځانګړې شوه.