د اوکراین د جګړي د بندیانو د همغږۍ او درملني ادارې ویلي، له روسیې سره د وژل شویو سرتېرو د تبادلې په لړ کې یې یو شمېر جسدونه ترلاسه کړي دي.
دې ادارې د اکټوبر ۶ مه په ټیلګرام کې لیکلي، دوی توانېدلي د اوکراین د هغو ۶۴ سرتېرو جسدونه ترلاسه کړي چې له اوکراین څخه په دفاع کې وژل شوي دي.
د اوکراین د جګړي د بندیانو د همغږۍ او درملني ادارې ویلي، تېره میاشت هم د ۵۱ وژل شویو اوکراییني سرتېرو جسدونه ترلاسه کړي وو.
د دې ادارې په خبره، پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیل راهیسې یې د نږدې یو زرو نهه سوه تنو اوکرایني سرتېرو جسدونه ترلاسه کړي دي.