د هند په همالیا کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي

د سیکیم ایالت په غرونو کې لهوناک جهیل د چهارشنبې په ورځ تر څنډو ډک شو چې له کبله یې سخت سېلابونه وبهېدل.

د هند په همالیا کې روانه اوونۍ تر څنډو د یوه یخچالي جهیل د ډکېدو له کبله سېلابونه بهېدلي چې لږ تر لږه ۴۰ کسان یې مړه کړي دي.

د هند چارواکو نن جمعه رویټرز اژانس ته دا خبره داسې وخت کړې چې د لسګونو تري تم شویو د موندنې عملیات روان دي.

د سیکیم ایالت په غرونو کې لهوناک جهیل د چهارشنبې په ورځ تر څنډو ډک شو چې له کبله یې سخت سېلابونه وبهېدل.

چارواکي وايي دغو سېلابونو د ۲۲زره کسانو ژوند اغېزمن کړی.

د جنوبي اسیا په غرونو کې د وژونکې هوا علت اقلیمي بدلون ښودل شوی دی.