د نوبل د سولې سږنۍ جایزه ایرانۍ فعالې 'نرګس محمدي' ته ورکړل شوه

د ایران د رژيم منتقده نرګس محمدي

د نوبل د سولې د سږکال جایزه د ایران د ښځو د حقونو فعالې او د ایران د رژيم منتقدې نرګس محمدي ته ورکړل شوه.

محمدي دا مهال په ایران کې بندي ده.

په ناروې د نوبل کمېټې ویلي، د ۲۰۲۳م کال د سولې جایزه هغه سلګونو زره کسان هم په رسمیت پېژني چې د ایران د مستبد رژیم د پولیسو د هغه تبعیض او جبر په وړاندې مبارزه کوي چې ښځې په نښه کوي.

د بشري حقونو افغانه فعاله محبوبه سراج هم د دې جایزې د کاندیدانو په ډله کې شامله وه.

د ایران د ښځو د حقونو فعاله نرګس محمدي ته دغه جایزه په ایران کې د ښځو حقونو د دفاع لپاره ورکړل شوې ده.