د چین په اسیایي سیالیو کې پاکستان الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ.
د دې نیمه پایلوبې پچه افغانستان وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
پاکستان د ۱۸ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۱۵ منډې یې وکړې.
مخکښ منډه جوړونکی یې عمیر یوسف و چې ۲۵ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې فرید ملک ۳، قیس احمد او ظاهرخان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته ځي او بایلونکې به بیا د برونزو مډال ګټلو په موخه سیالي کوي.