د هند د بهرنیو چارو وزارت: په ډیلي کې د افغانستان د سفارت فعالیت دوام لري

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت فعالیت دوام لري او دوی له افغان ډیپلوماتانو سره په تماس کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د فعالیت د دوام خبره څو ورځې وروسته له هغې کوي چې دې سفارت په یوه اعلامیه کې وویل چې له بېړنیو قونسلي چارو پرته د سفارت نور فعالیتونه د اکټوبر له لومړۍ نېټې بند شول.

په اعلامیه کې یې یو لامل دا ښودل شوی و چې هند یې له ډيپلوماتیک ملاتړه لاس اخیستی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باګچي پرون پنجشنبې په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل چې وزارت تېره اوونۍ یو یاداشت ترلاسه کړ چې د افغانستان سفارت نیت لري خپل فعالیتونه د اکټوبر له لومړۍ نېټې ودروي.

خو هغه زیاته کړه چې دوی په د سفارت او په ممبي او احمدآباد کې د افغانستان په کونسلګریو کې له ډیپیلوماتانو سره په تماس کې دي.

باګچي د سفارت ادعا چې ګواکې هند یې د فعالیت د دوام سم ملاتړ نه کوي رد کړه او ویې ویل چې د ده په باور دغه ادعاوې سمې نه دي.

هغه دا هم وویل چې افغان سفیر له ډېرې مودې راهیسې حضور نه لري او په دې وروستیو کې یو زیات شمېر نورو ډیپلوماتانو هم دندې پریښي دي.

د فرانس‌پرېس په وینا، په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت تراوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

هند چې د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژني، تېر کال یې کابل ته یوه درې کسیز تخنیکي ټیم واستاوه او ویې ویل چې هغه به له افغانستان سره د هند پر بشري مرستو څارنه کوي.

هند د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د پنځوس زره ټنه غنمو ترڅنګ د طبي وسایلو په ګډون د څه باندې دوه سوه ټنه بشري مرستې له افغانستان سره کړي دي.