اوچا بیا له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا یوځل بیا غوښتنه کړه چې په افغانستان کې دې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې زده کړو ته پرېښودل شي.

اوچا دغه غوښتنه پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پوست کې کړې او ویلي یې دي چې تعلیم د بشر اساسي حق او د یوې پرمختللې او سوکاله ټولنې بنسټ دی.

اوچا ویلي، د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ښوونکو ته د درناوي وړاندې کولو ترڅنګ یوځل بیا د نجونو لپاره د منځنیو او له هغې پورته ښوونځیو او نورو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګې پورته نجونې له منځنیو او ثانوي او هم له پوهنتوني زده کړو بې برخې شوي دي.