د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو وايي، په اوکراین کې د روسیې د راکټي حملو په نتیجه کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۵۱ ملکیان وژل شوي دي.
نوموړي پرون وویل چې په دې برید کې د خارکییف شمال ختیځ ته په کوپیانسک سیمه کې یوه مغازه او یوه قهوه خانه په نښه شوي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي دغه مرګونی برید په بشپړ ډول قصدي ترهګریز برید بللی دی.
زیلینسکي لیکلي چې د روسیې ترهګري باید ودرول شي.
روسي چارواکو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.