له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه؛ مجاهد: دا غیر عادلانه پرېکړه غندو

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیر عادلانه بولي.

مجاهد نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له ملګرو ملتونو، د پاکستان له ولس او دیني علماوو غوښتنه وکړه چې پاکستاني دولت له خپلې پرېکړې راوګرځوي.

هغه زیاته کړه: "پاکستان حکومت چې د افغانانو په هکله کومه پرېکړه کړې ده چې کډوال به د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه وځي، دا پرېکړه مونږ غندو، دا پرېکړه غیر عادلانه او بې انصافه پرېکړه ده."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې سه شنبې په ورځ په دغه هېواد کې غیر قانوني افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې يا اته ویشت ورځې مهلت ورکړ چې ووځي که نه په زوره به یې ستانه کړي.

پاکستاني چارواکو د دغو ناقانونه افغان کډوالو شمېر څه باندې ۱۷ لکه یاد کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼور نورو بشري سازمانونو هم د پاکستان د حکومت دا پرېکړه نامناسبه بللې ده.