امریکا وايي، د ایران د سپاه پاسدران یوسلو یو میلیون مرمۍ یې د اوکراین وسله والو ځواکونو ته سپارلي دي.
دا مرمۍ چې د ایران سپاه پاسداران د یمن حوثیانو ته لېږلې، د امریکا سمندري ځواکونو ضبط او توقیف کړې وې.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا مرمۍ ایران د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پرېکړه لیک خلاف په یمن کې حوثیانو ته لېږلې.
رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په قول ویلي، چې د امریکا پوځ په تېرو کلونو کې د ایران له لوري د اوبو له لارې د یمن حوثیانو ته ډېر شمېر لېږل کېدونکې وسلې او مهمات نیولي دي.