فرانسه: چمتو یوو، چې ارمنستان ته پوځي تجهیزات واستوو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره په ارمنستان کې

فرانسه دې ته چمتو شوې ده چې ارمنستان ته د پوځي تجهزیاتو استول پیل کړي.

دا خبره د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا د سې شنبې په ورځ ایروان ته د سفر پرمهال وکړه.

کولونا د دې تجهیزاتو په اړه له توضیحاتو ډډه وکړه خو دا یې وویل چې د اروپایي تولنې له مشر جوزیف بوریل څخه یې غوښتې دي ،چې په سیمه کې د اروپایي ټولنې ماموریت پراخ کړي او ارمنستان د مالدووا په څیر د اروپایي ټولنې د سولې په میکانیزم کې شامل کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره وروسته تر دې ایروان ته ولاړه چې تیره میاشت اذربایجان د یوه چټک برید په ترڅ کې ناګورنو قره باغ ونیو او له دې سیمې ډله ډله ارمنیان ارمنستان ته کډوال شول.