اروپایي هېوادونه نن کیف کې اوکراین سره د پیوستون غونډه لري

د اروپایي ټولنې او اوکراین بیرغونه

په داسې حال کې، چې روسیې د اوکراین پر جنوبي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د اروپایي ټولنې غړي نن په کیف کې له اوکراین سره د پیوستون په پار غونډه جوړوي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغوی د دغې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د تاریخي غونډې د ترسره کېدو په حال کې دي.

د بورېل په خبره غونډه کې د اروپایي ټولنې د کاندیدو هېوادونو او د دغې ټولنې د راتلونکو غړو استازی هم شامل دي.هغه لیکلي:" مونږ دلته یو چې د اوکراین له خلکو سره خپل پیوستون او ملاتړ څرګند کړو".

دغه غونډه داسې مهال جوړیږي، چې پر خرسون ښار د روسیې د تېرې شپې په توپخانه یي بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.