د اوکراین هوايي ځواکونو نن ویلي، چې د دوی د هوايي دفاع دستګاوو د دېرشو هغو بې پېلوټه الوتکو له ډلې چې روسیې تېره شپه د اوکراین پر فضا توغولې وې، ۱۶ یې ویشتلې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چیرکاسي والي ایهور تابوریتس نن په ټلګرام کې لیکلي، چې دغو بې پېلوټه الوتکو د اوکراین پر دغه مرکزي سیمه حمله کړې وه، چې په اومان ښار کې یې صنعتي تاسیسات ویشتلي دي.
د ده په وینا، په پېښه کې یو تن ټپي شوی او په یوه زېرمه کې چې غله جات په کې ساتل کېدل اور لګېدلی دی.
اژانس لیکلي چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.