تازه خبر: ترکیه کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړوله

د پېښې سیمه

د ترکیې یو لوړ پوړی چارواکی وايي یوه ځانمرګي بریدګر په پلازمېنه انقره کې خپله منفجره وسیله چاودلې او دوه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خپله اېکس شبکه کې لیکلي دي، دغه چاودنه نن پر ځايي د سهار نهه نیمې بجې د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې شوې ده.

یرلیکایا ویلي، چې دویم «تروریست» له پولیسو سره د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.

دا حمله څو ساعته مخکې تر دې وشوه، چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي.

د حمله کوونکو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي، خو تر دې مخکې د داعش ډلې تر څنګ کردانو او افراطي ښۍ اړخو ډلو په ترکیه کې دا ډول حملې کړې دي.

دا حمله څو ساعته مخکې تر دې وشوه، چې په پام کې وه د ترکیې پارلمان د اوړي تر رخصتۍ وروسته خپل کارونه بیا پیل کړي.