زلینسکي: اوکراین ته د وسلو د تولید لپاره د دفاعي صنایعو ټولنه جوړه شوه

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر په دې هېواد کې د وسلو د تولید لپاره د دفاعي صنایعو د یوې اتحادیې د جوړېدو خبر ورکړی.

ولودیمیر زیلینسکي پرون (د سپټمبر ۳۰مه) په کییف کې د دفاعي صنایعو د اتحادیې د پرانیستو په مراسمو کې چې د ده په وینا د متحدوایالتونو، برتانیا، فرانسې، جرمني، ترکیې، سویډن او چک جمهوریت د صنایعو استازو ګډون پکې لاره، د عصري دفاعي صنعت د پراختیا پر ژمنه ټینګار وکړ.

ښاغلي زیلینسکي پر ټولنیزو شبکو لیکلي دي، چې د عصري ټکنالوژۍ د کارولو په وسیله او د نړیوالو په مرسته د دفاعي تولید پراختیا، له هغې ډلې د مرمیو، توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تولید د اوکراین له لومړیتوبونو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل له نولسو میاشتو راهیسې دوام لري.