اذربایجان: د یوه سرتېري له وژل کیدو وروسته مو د ارمنستان بر وړاندې ځوابي اقدامات پيل کړي

د اذربایجان - ارمنستان د ناندریو یوه برخه

د اذربایجان دفاع وزارت نن شنبه وویل، چې د ارمنستان د ځواکونو له خوا یې د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته ځوابي اقدامات پیل کړي دي.

د اذربایجان په وینا دغه سرتېری یې د ارمنستان د نښه ویشتونکو له خوا د دواړو هېوادونو پر پوله ویشتل شوی دی.

ارمنستان دغه تور سم د لاسه رد کړی او ویلي یې دي، دا واقعیت نه لري، چې د دوی ځواکونو دې د اذربایجان پر سنګرونو ډزې کړې وي.

دا ادعاوې داسې وخت کېږي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې اذربایجان تېره اوونۍ لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ سیمه چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه ارمنان دي ونیوله.