متحده ایالات: د سوریې شمال کې د داعش یو اسانتیا برابرونکی وژل شوی

عکس له ارشیفه، د داعش یو غړی د خپلې ډلې بیرغ لېږدوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو د سوریې په شمال کې د چاپې پر مهال د اسلامي دولت ډلې یا اداعش یو اسانتیا برابروونکی نیولی دی.

دغې قوماندانۍ نن شنبه ویلي،د ابراهیم الحاجي شیخ د نیولو لپاره دغه چاپه د پنج شنبې په ورځ د څرخي الوتکې په مرسته اچول شوې ده.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ تېره دوشنبه په سوریه کې د داعش د عملیاتي او اسانتیا برابروونکي مسوول ابو خلیل الفذاني د نیولو خبر هم ورکړی و، چې ګومان کېږي په سیمه کې یې د داعش له ټولې شبکې سره ارتباط درلود.

دغه قوماندانۍ وايي په دواړو عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.