ایټالیا: ساحلي ځواکونو ۱۰۷ تنه له یوې اور اخیستې بېړۍ وژغورل

د ایټالیا په اوبو کې یو شمېر بېړۍ

د ایټالیا ساحلي ځواکونو نن یوسل او اووه اویا کسان له یوې بېړۍ څخه چې اور پکې بل شو، وژغورل.

په ژغورل شویو کې اووه ویشت کسان د بېړۍ عمله دي.

په دې کښتۍ کې درې اتیا کډوال هم سپاره وو.

دا بېړۍ له لمپادوسا ټاپو څخه د سیسلي یو بندر ته روانه وه.