ارمنستان وایي، تر یولک ډېر کسان له ناګورنو قره باغ سیمې د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې چې دا سیمه اذربایجان نیولې ده، وتلي دي.
ایروان له ملګرو ملتو غوښتي ، چې د دوی له ادعا سره سم، د باکو مخه ونیسي چې ارمنيان په نښه کوي.
د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشنیان دفتر نن سهار خبر ورکړ، چې چارواکو تر اوسه د هغو یولک څلور سوه اوولس کسانو له ډلې څخه چې ناګورنو قره باغ سیمه یې پرې ایښې ده، د یو اتیا زره یوسل او نهه دیرش کسانونو نومونه ثبت کړي دي.
دا شمېره د ناګورنو قره باغ د ټول نفوس له درېیو څه باندې یوه برخه جوړوي.
اذربایجان بیا په ناګورنو قره باغ کې پر ارمنیانو غږ کړی، چې په سیمه کې پاتې شي او د ملګرو ملتو له ادارو یې غوښتي دي، چې هلته پلاوی ورولیږي چې د اذربایجان له بشري فعالیتونو خبر شي.
د ملګرو ملتو ویاند سټیفین دوجاریک پرون ناوخته وویل، چې ملګري ملتونه به د شنبې یا یکشنبې په ورځو ناګورونو قره باغ ته یو پلاوی واستوي.