مسکو او کییف د یو بل د لسګونو بریدونو د شنډولو ادعا کړې ده

د اوکراین یو شمېر ځواکونه د روسیې پر وړاندې د جګړې په حال کې

ماسکو او کییف نن وویل، چې په هوا کې یې د مخالف لوري په لسګونو بریدونو شنډ کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په لویدیځ کې د بلګراد په فضا کې د اوکراین نهه اوراګان توغندي ویشتلي دي.

بل لور ته: د اوکراین د پوځ یوې ویاندې ناتالیا همینیوک وویل، چې روسانو تیره شپه د ډرون تر شلو ډیر بریدونه په جنوبي او مرکزي سیمو باندې وکړل، خو نژدې شل الوتکې یې نسکورې شوې.

له نولس میاشتو راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، په هغو سیمو کې چې جګړې سخته دي، وخت په وخت د یو بل خلاف د لاسته راوړنو ادعاوې کیږي.

د ازادې اروپا ازادي راډیو د یوه لورې ادعاوې هم نه شي تاییدولی.