سلواکیا نن پارلماني ټاکنې لري

د سلواکیا د پارلماني ټاکنو د دوو رقیبو لوریو د مشرانو جوړ شوی تصویر

په سلواکیا کې چې پنځه نیم میلیونه نفوس لري نن پارلماني انتخابات دي.

د کیڼ اړخي پخواني صدراعظم رابرت فیکو او لویدیځ پلوه لیبرالانو ترمنځ سیالي روانه ده.

فیکو هغه څوک دی، چې له ګاونډي اوکراین سره یې د پوځی مرستو د پای ته رسولو ژمنه کړې ده.

د نظرپوښتنو له مخې ښکاري، چې دواړه لورې سره ډیر نژدې دي.

ګټونکی به د هغه سرپرست حکومت ځای ونیسي، چې د مې له میاشتې راهیسې واکمن دی.