شهزاده میرویس ظاهر نن په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي

د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه زوی، شهزاده میرویس چې تازه کابل کې وفات شوی او هملته خاورو ته سپارل کیږي

ټاکل شوې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر د زوی شهزاده میرویس ظاهر جنازه نن (سپتمبر ۳۰) په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

د شهزاده میرویس وراره مصطفی ظاهر تېر ماښام په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې د ميرويس ظاهر د جنازې مراسم به نن سهار لس بجې په مرنجان تپه کې ترسره شي.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په ټولنیزو شبکو کې په خپلو پیغامونو کې د شهزاده میرویس مړینه یوه ضایعه بللې ده.

د ځینو راپورونو له مخې، شهزاده میرویس ۶۶ کلن و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې اوسېده.