نګورنو قره باغ؛ څه باندې ۷۵ سلنه خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي

د نګورنو قره باغ د کډوالو یو تصویر

د جمعې تر پایه د نګورنو قره باغ څه باندې ۷۵فیصده ارمني ټبرو اوسیدونکو له سیمې جبرې کډه کړې ده.

هلته د اذربایجان تر بریدونو مخکې ۱۲۰ زره ارمني ټبري اوسېدل.

د ارمنستان د دولتي اژانس د راپور په اساس، د جمعې تر ناوخته شاوخوا ۹۳زره ارمني کډوال د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.

له دې سره هم مهاله، ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تمه ده دا اوونۍ یو پلاوی نګورنو قره باغ ته د وضعیت د ارزولو لپاره ولیږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه کنفرانس کې وویل، په تېرو دېرشو کلونو کې د ملګرو ملتونو پلاوي ته اجازه نه ورکول کېده چې دا سیمه وګوري.

د هغه په خبره د ملګرو ملتونو پلاوی به تر ډېره بشري اړتیاوې وسنجوي.

د ملګرو ملتونو پلاوی د اذربایجان د حکومت په بلنه دې سیمې ته ځي.