طالبانو د يوې موسسې بندي کړي ۴ کارکوونکي بيرته خوشې کړل

د نړيوال مرستندويه ماموریت موسسې لوګو

طالبانو په کابل کې د نړیوال مرستندویه ماموریت یا IAM په نوم د یوې خیریه موسیسې څلور کارکوونکي خوشې کړي دي.

دغو کسانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د دغې موسسې څلور کارکوونکي د دوه موټروانانو په ګډون خوشې کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې چې د دې موسسې ټول نیول شوي کسان به راخوشې کړي.

سرچیني د دغو کسانو د نیول کیدو او بیرته خوشې کیدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

د نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم موسیسې هم تراوسه په دې اړه تبصره نه کړې.

د IAM خیریه موسسې په سنبلې میاشت کې ویلي وو، چې طالبانو يې ۱۸ کارکوونکي په غور ولایت کې نیولي دي.

د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالوحد حماس غوري فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا کړی وه، چې داسې اسناد او غږیز پیغامونه يې ترلاسه کړی چې ښيي دغو نیول شویو کسانو خلک مسیحیت ته رابلل.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

مستقلو سرچینو تراوسه د غوري دا ادعا نه ده تایید کړې.