یوناما: د طالبانو لخوا د خلکو نیول د اندېښنې وړ او د نړیوالو بشري حقونو خلاف دي

د طالبانو یو شمېر ځواکونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما وايي، د طالبانو له خوا د خلکو نیول د اندېښنې وړ او د نړیوالو بشري حقونو د مکلفیونو خلاف دي.

یوناما نن دا خبره پر خپلې اېکس شبکې کړې او ویلي دي چې طالبانو د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني، د قلم لار د ټولنې مشر مطیع الله ویسا، افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د پوهنتون استاد رسول پارسي نیولي چې باید دې خپلسري نیونو ته د پای ټکی کېدي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ نن پر اېکس شبکې له طالبانو غوښتنه کړې چې دوی دې له کوم شرط پرته ژر تر ژره ژولیا پارسي او ندا پروانې خوشې او خوندیتوب یې یقیني کړي.

بل پلو بیا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو افغان مېرمنو نن د طالبانو له خوا د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د یو شمېر غړو، په ځانګړې توګه ژولیا پارسي او ندا پرواني پر نیول کیدو اعتراض کړی دی.

په هغو ویډیوګانو چې د ځواکمنو ښځو د اصلي خوځښت مشرې مونسې مبارز ازادي راډیو ته استولي، اعتراض کوونکو په کې د دغو فعالانو له بې قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د سنبلې پر ۲۱مه په کابل کې نیول شوي دي.

ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او نور لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.