بنیت د افغان ښځینه فعالانو پر نیول کیدو اندېښنه وښوده

یو شمېر افغان ښځینه فعالانې - ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د ښځینه فعالانو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده.

ریچارد بنیت نن په خپل اېکس شبکه کې لیکلي، د ښځو د حقونو د مدافعانو ژولیا پارسي، ندا پرواني او د هغوی د کورنیو غړو د نیول کېدو او خپلسري توقیف له کبله سخت اندېښمن شوی دی.

بنیت له طالبانو غوښتنه کړې، چې دوی له کوم شرط پرته ژر تر ژره خوشې او خوندیتوب یې یقیني کړي.

د ښځو د خودجوشه حرکت غړو ویلي، چې طالبانو ژولیا پارسي او د هغې زوی تېره چهارشنبه په کابل کې ونیول.

ویل شوي ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی د وږي یا سنبلې پر ۲۱مه په کابل کې نیول شوي دي.

ځینې نور فعالان لکه: رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او نور لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.