پاکستان ومنله، چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي بندیان کړي

د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر جنګیالي - ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) د ځینو غړو د نیولو راپورونه تایید کړل.

جلیل عباس جېلاني پرون پنج شنبه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان هیئت ته د دغو وسلوالو د نیولو خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ د پاکستان یوه هیئت تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ.

تر دې مخکې د امریکا غږ انګرېزۍ څانګې د پاکستاني چارواکو په وینا راپور ورکړی و، چې طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ۲۰۰ وسلوال د پاکستان خلاف حملو کې د لاس درلودلو په تور نیولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې باب تبصره نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې د پاکستاني طالبانو په ګډون په افغانستان کې بهرني جنګیالي نه شته.