د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړي هېوادونه: روسیه دې د اوکراین د جنوب اټومي مرکز خوشې کړي

د اوکراین په جنوب کې یو اټومي مرکز، چې اوس د روسیې په ولکه کې دی

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړیو هېوادو پر روسیې غږ کړی دی چې د اوکراین په جنوب کې د زاپروژیا اټومي مرکز پریږدي.

په ویانا کې پرون د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې غړیو هېوادو په یوه پریکړه لیک کې ټینګار وکړ، چې روسیه دې خپل ځواکونه او وسایط سمدستي له زاپروژیا وباسي او د دې اټومي مرکز بشپړ واک دې اوکرایني چارواکو ته وسپاري.

په دې پریکړه لیک کې همداراز ویل شوې دي، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې دایمي څارونکي دې په دې اټومي مرکز کې ځای پرځای شي.