د کډوالو عالي کمیشنري: د کابل په شپږمه ناحیه کې یو روغتیایی مرکز جوړوو

د کابل ښار یو روغتیایی کلینیک- تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي، د دوی په مرسته د کابل د شپږمې ناحیې په قلعه بختیار سیمه کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې روانې دي.

یو.ان.اچ.سي.ار پرون پنجشنبه ویلي، د دغه مرکز له جوړېدو سره به څه باندې څلور زره کورنۍ د روغتیایي خدمتونو له اسانتیاوو برخمن شي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د همدې اونۍ په پيل کې د کابل په ۱۹مه ناحیه کې هم د یوه ورته روغتیایي مرکز د جوړېدو خبره کړې وه، چې دوه زره کورنیو ته به خدمتونه وړاندې کوي.

په تېرو څه باندې دړو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دغه هېواد په بېلابېلو برخو؛ په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې د روغتایي خدمتونو د کمزوري کېدو په اړه شکایتونه شوي دي.