د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام د تمریناتي سیالیو لړۍ نن له درېیو سیالیو سره پيليږي.
د افغانستان ملي لوبډله هم نن د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د سویلي افریقا پر وړاندې خپله لومړۍ تمریناتي سیالۍ پیلوي.
یاده سیالۍ د هندوستان د کیرلا ایالت په تروانانتپورم لوبغالي کې ترسره کيږي.
د افغانستان ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه هندوستان ته تللې ده.
دغه راز نن د نیوزیلینډ ـ پاکستان او بنګله دیش ـ سریلانکا ترمنځ هم تمریناتي سیالۍ ترسره کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي افریقا لوبډلمشر ټیمبا بوما تېره ورځ بېرته خپل هېواد ته ستون شوی او د هغه پر ځای به ایډن مارکرم لوبډلمشر وي.
د ویلو ده، چې افغانستان به د اکتوبر میاشتې په ۳یمه نېټه خپله دویمه تمریناتي سیالي له سریلانکا سره ترسره کوي.