د افغان، اوکرایني او هانګ کانګ کډوالو لپاره دوه نیم میلیون پونډه مرسته اعلان شوې

د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا حکومت له افغانستان، اوکراین او هانګ کانګ څخه دې هېواد ته له کډه شویو تر ۲۱ کالو کم عمره زیانګالو ځوانانو او ماشومانو سره د رواني روغتیا په برخه کې د دوه‌ نیم میلیون پونډو مرسته اعلان کړې ده.

د بریتانیا حکومت په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې مشورتي ادارې او رضاکاره سازمانونه کولای شي د دغو مرستو د یوې برخې د ترلاسه کولو لپاره په دواطلبۍ کې ګډون وکړي.

د اعلامیې له مخې دغه بنسټونه کولای شي له په زرګونو ماشومانو او ځوانانو سره مرسته وکړي چې دوی د رواني روغتیا خدمتونو، مشورې او درملنې ته لاسرسی ولري.

په اعلامیه کې په مشخص ډول د زیانګالو افغان ځوانانو او ماشومانو شمېر نه دی ښودل شوی، خو په ټوله کې ویل شوي چې د دغو درې واړه هېوادونو سل زره ماشومان او تنکي ځوانان چې په بریتانیا کې مېشت شوي، د رواني روغتیا په مختلفو برخو کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د کاناډا حکومت دې هېواد ته د کډه شوي ځوان نسل د ملاتړ لپاره دغه مرسته داسې مهال اعلانوي چې له مختلفو لوریو پر دې حکومت انتقادونه شوي چې په دې هېواد کې د مېشتېدو په برخه کې یې له افغانستانه د ایستل شویو د په زرګونو کسانو په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

اکثره دغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له کابله د تخلیې په جریان کې دې هېواد ته تللي، تراوسه دایمي سرپناوې نه لري او په هوټلونو کې اوسي.