امریکا او متحدین یې د ناګورنو قره باغ د څارنې لپاره نړیوال ماموریت رامنځته کوي

له ناګورنو قره باغ څخه چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي، د کډوال شویو کسانو دغه نوې شمېرې د دې څرګندونه کوي چې د دې لانجمنې سیمې نژدې نیمایي نفوس بې ځایه شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له خپلو متحدینو او شریکانو سره به کار وکړي چې د ناګورنو قره باغ د سیمې د وضعیت په اړه د څارنې یو نړیوال ماموریت رامنځته شي.

د اذربایجان له خوا د چټکو پوځي عملیاتو په نتیجه چې باکو پر دې جلاغوښتونکې سیمې بشپړه ولکه ټینګه کړې، نژدې نیمایي اوسېدونکي یې خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون چهارشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې د ارمنستان حکومت د سپټمبر له ۲۴ راهیسې له سیمې د له ۵۳ زرو څخه د زیاتو اوسېدونکو د وتلو خبر ورکړی، متحده ایالات به د سیمې لپاره د یوه ماموریت د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

له ناګورنو قره باغ څخه چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي، د کډوال شویو کسانو دغه نوې شمېرې د دې څرګندونه کوي چې د دې لانجمنې سیمې نژدې نیمایي نفوس بې ځایه شوی دی.

ایریوان له ملګرو ملتونو غوښتي چې سیمي ته یو څارونکی ماموریت واستوي تر څو د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له نژدې وڅېړي.