امریکا د افغانستان مسئله کې د ملګرو ملتونو او قطر د رول ستاینه وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د افغانستان په مسئله کې د ملګرو ملتونو او د قطر د رول ستاینه وکړه.

ټام وېسټ بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا او د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په جلا کتنو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې له اوتونبایووا سره یې له افغانانو سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او زیاتوي چې نوموړې او همکاران یې په نړۍ کې یوه تر ټولو سخته دنده پرمخ وړي.

وېسټ ویلي چې متحده ایالات د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څار او په افغانستان کې د اقتصادي ثبات په وده کې د دوی د ونډې ستاینه کوي.

د قطر له صدراعظم سره د کتنې په اړه وېسټ ویلي چې په افغانستان کې د ټولو لپاره د تعلیم او فعالې ډیپلوماسۍ په ګډون، په یو شمېر برخو کې د قطر د هڅو په خاطر یې له الثاني څخه مننه وکړه.

هغه ویلي، قطر د افغانانو لپاره د یوه باثباته، ټولګډونه او خوندي راتلونکي د ملاتړ په چاره کې د نړیوالې ټولنې د هڅو یو مهم شریک دی.