امریکا د ایران، هانګ کانګ، ترکیې او امارتو پر پنځو کمپنیو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، هانګ کانګ، ترکیې او متحده عربي امارتو پر پنځو کمپنیو بندیزونه ولګول.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د امریکا د خزانې وزارت په حواله ویلي چې دغو کمپنیو د ایران د بې پیلوټه الوتکو له صنعت سره مرسته کوله.

د امریکا د خزانې وزارت پرون چهارشنبه ویلي چې دغو کمپنیو چې ایران او متحده عربي اماراتو کې فعالیت لري، د شاهد په نوم د ایران د بې پيلوټه الوتکو د یوې مهمې برخې جوړلو ته وسایل او مالي امکانات برابرول.

دا هغه الوتکې دي چې د امریکا په باور ایران یې د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته ورکوي.